د تکواندو ملي لوبغاړي احسام رحیمي د تکواندو اتلولۍ سیالیو کې خپل جاپاني سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار ومونده.
د تکواندو د اتلولۍ سیالۍ چې هممهاله د اسیایي لوبو د سهمیې ترلاسه کولو پړاو هم بلل کېږي، دا مهال په مغولستان کې روانې دي.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د روزونکي بشیر ترهکي د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې احسام رحیمي په ۵۴ کیلوګرام وزن کې خپل جاپاني سیال ته دوه پر یو ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لار ومونده.
دغهراز، په دغو سیالیو کې بیا بل افغان لوبغاړي علياکبر امیري په مثبت ۸۷ کیکوګرام وزن کې له خپل چیني سیال څخه ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شو.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې له افغانستانه شپږو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
Views: 1