د راپورونو له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافات د حل وړ دي.
رویټرز تېره شپه (چهارشنبه) ناوخته د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله راپور ورکړی چې رجب طیب اردوغان له ډونالډ ټرمپ سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، اردوغان د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند غځېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات حل کېدای شي.
په راپور کې راغلي چې اردوغان په سوریه کې د بیا ثبات رامنځته کېدل د سیمې لپاره «مهمه لاستهراوړنه» بللې ده.
له بلې خوا ټرمپ هم ویلي چې له اردوغان سره یې «ډېرې ښې» ټیلېفوني خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «زما په نظر هغه (اردوغان) ډېر ښه متحد دی، ځیني خلک په دې اړه شک لري، خو زه فکر کوم هغه ډېر ښه متحد دی.»
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دواړو ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.
Views: 3