د راپورونو له مخې، د قرغیزستان ولسمشر وايي چې د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثباته بېل نه دی.
د قرغیزستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر صدر جباروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو تر ټاکنو مخکې، چې د جون په ۳مه په نیویارک کې ترسره کېږي، د هېوادونو مشرانو ته وینا کړې ده.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې: «موږ پر دې باور یو چې د منځنۍ اسیا امنیت د هغه هېواد، افغانستان، له ثباته بېل نه دی.»
جباروف څرګنده کړې چې قرغیزستان به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوي.
صدر جباروف د خپلې وینا په بله برخه کې د قرغیزستان د نوماندۍ لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې او د امنیت شورا په جوړښت کې یې د کوچنیو او مخ پر ودې هېوادونو د عادلانه حضور پر اړتیا ټینګار کړی دی.
Views: 1