د روغتیا نړیوال سازمان د وینې لوړ فشار د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، دغه ناروغي «خاموش قاتل» دی، خو پر وخت تشخیص، د وینې فشار منظم کتل او د درملنې دوام کولای شي د دې ناروغۍ د ډېری عوارضو او له امله یې د مړینو مخه ونیسي.
دغه سازمان د وینې لوړ فشار نړیوالې ورځې په مناسبت، چې هر کال د مې په ۱۷مه نمانځل کېږي او د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي میاشتې برخه ده، د سږ کال شعار داسې اعلان کړی: «د وینې لوړ فشار په ګډه کنټرول کړئ؛ خپل د وینې فشار په منظم ډول وګورئ او پر خاموش قاتل برلاسي شئ.»
د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې د نمانځلو موخه د عامه پوهاوي زیاتول، د ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او کنټرول هڅول او د خلکو، ټولنو او روغتیايي نظامونو ګډ اقدام ته هڅونه بللې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د وینې لوړ فشار لا هم په نړۍ کې د مخنیوي وړ له وخته مخکې مړینو تر ټولو ستر لامل ګڼل کېږي او په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۴ میلیارد کسان پر دې ناروغۍ اخته دي.
د یاد بنسټ په وینا، سره له دې چې د درملنې اغېزمنې او نسبتاً ارزانه لارې شته، ډېری ناروغان له خپل روغتیايي وضعیت څخه خبر نه دي او یوازې له هرو څلورو ناروغانو یو تن خپل د وینې فشار په اغېزمن ډول کنټرولوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د وینې لوړ فشار «خاموش قاتل» بللی او زیاتوي چې دا ناروغي معمولاً له څرګندو نښو پرته رامنځته کېږي، خو د زړه حملې، مغزي سکتې، د پښتورګو ناروغیو او له وخته مخکې مړینې خطر په څرګند ډول زیاتوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې پر وخت تشخیص، د وینې فشار منظم کتل او د درملنې دوام کولای شي د دې ناروغۍ د ډېری عوارضو مخه ونیسي.
د سازمان په پیغام کې د سالم غذایي رژیم پر مراعاتولو، بدني فعالیت، له تنباکو د ځان ساتلو، د الکولو د مصرف کمولو او د ډاکټر د لارښوونې له مخې د درملو منظم استعمال هم ټینګار شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د وینې لوړ فشار کنټرول دوامدارې پاملرنې، روغتیايي خدمتونو ته ثابت لاسرسي، درملو او منظم تعقیب ته اړتیا لري؛ همداراز د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او تشخیص او درملنې ته برابر لاسرسی کولای شي د نابرابریو په کمولو کې اغېزناک وي.
دغه بنسټ له خلکو، کورنیو، روغتیايي کارکوونکو او مسوولو ادارو غوښتي چې د عامه پوهاوي د زیاتولو، د وینې فشار د منظمې کتنې د پراخولو او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د بهیر د ښه کولو لپاره ګډه همکاري وکړي.
Views: 1