د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په خپل وروستي دیدار کې له قرغیزستان سره بېګوله مساوي وکړه.
دغه لوبه نن د کابل پر وخت د غرمې ۱۲:۰۰ بجې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار په کوربهتوب ترسره شوه او صفر ـ صفر پای ته ورسېده.
د افغانستان ملي لوبډلې تر دې مخکې په همدې سیالیو کې له ترکمنستان، اوزبیکستان او تاجکستان سره خپلې درې لوبې بایللې وې.
Views: 1