د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وایي چې د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۳مې تر ۹مې نېټې پورې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۱۵ افغانان له پاکستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یادې ادارې د یوه نوي چارټ په خپرولو سره ویلي چې له دغو راستنو شویو کسانو څخه ۵ زره او ۱۵۰ تنه نارینه او ۶ زره او ۳۶۵ تنه ښځې دي.
د راپور له مخې، ۱۱ زره او ۳۵۴ تنه له پاکستان، ۱۲۹ تنه له تاجکستان او ۳۲ تنه له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
Views: 1