د راپورونو له مخې، د ایران پلازمېنې تهران په لوېدیځ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه اته کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه تېره سهشنبه ماښام په یوه سوداګریزې ودانۍ کې، چې «ارغوان» نومېږي، رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۴۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
ویل شوي چې د وژل شویو اتو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.
سرچینه زیاتوي چې تر دې دمه د اورلګېدنې لامل هم نه دی معلوم شوی.
Views: 1