د امریکا سرشمېرنې ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ نفوس څه باندې اته میلیاردو ته ورسېږي.
د یادې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ نفوس (۸.۰۱۹.۸۷۶.۱۸۹) کسانو ته ورسېږي چې په روان میلادي کال کې د نړۍ د ودې نرخ له یو سلنې لږ کم و او په دغه کال کې د نړۍ نفوس ۷۵ میلیون کسان ډېر شوی دی.
د سرشمېرنې ادارې شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیله راهیسې په هره ثانیه کې د ټولې نړۍ په کچه ۴.۳ زېږونونه او دوه مړینې ثبتېږي.
په روان میلادي کال کې متحده ایالتونو کې د نفوس وده ۰.۵۳ سلنه وه او د دغه هېواد نفوس کې ۱.۷ میلیون ډېروالی راغلی دی.
دغه راز، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې به د امریکا نفوس ۳۳۵.۸ میلیون کسانو ته ورسېږي.
ویل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله به امریکا کې په هرو ۹ ثانیو کې یو زېږون او په هرو ۵/۹ ثانیو کې یوه مړينه کېږي. دې ته په کتو او د سرشمېرنې ادارې د راپور له مخې، له نورو هېوادونو د خلکو کډوال کېدل به د امریکا د نفوس کمېدو مخه ونیسي.
Views: 7