د «سپیریت» په نوم امریکايي هوايي شرکت اعلان کړی چې د تېلو د بیو د پام وړ لوړېدو له امله یې خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې او د فعالیتونو د بندولو بهیر یې پیل کړی دی.
دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وروستیو تحولاتو له امله د جټ تېلو د بیو چټک لوړوالی د دوی پر مالي وضعیت سخت فشار راوستی او د فعالیت دوام یې ناممکن کړی دی.
د راپورونو له مخې، د تېلو د بیو زیاتوالی، په ځانګړي ډول د وروستۍ جګړې پر مهال، د دې شرکت عملیاتي لګښتونه په څرګند ډول لوړ کړي او د فعالیت د دوام پلانونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
همداراز ویل کېږي چې د دې شرکت د فعالیتونو بندېدل کولی شي زرګونه کسان بېکاره کړي او د هوايي چلند پر سکتور منفي اغېز وکړي.
چارواکو ویلي چې د شرکت د ژغورنې هڅې بریالۍ نه وې او د فعالیت د دوام لپاره کومه بیړنۍ حللاره نه ده موندل شوې.
سرچینې زیاته کړې چې کارپوهان خبرداری ورکوي، د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی ښايي نور هوايي شرکتونه هم له ورته ستونزو سره مخ کړي.
Views: 2