د راپورونو له مخې، د امریکا د جګړې وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له المانه خپل پنځه زره سرتېري وباسي.
ایبيسي نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ د شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو امر کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د پنټاګون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو ځواکونو ایستل به په راتلونکو شپږو تر دوولسو میاشتو کې بشپړ شي.
د پنټاګون لوړپوړي ویاند شان پارنل په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا پرېکړه په اروپا کې د دغه وزارت د ځواکونو د وضعیت له هر اړخیزې ارزونې وروسته او د میداني اړتیاوو او شرایطو په پام کې نیولو سره شوې ده.»
په همدې حال کې، ډیموکرات سناتور جک رید په یوه اعلامیه کې پر دغه اقدام سختې نیوکې کړې او هغه یې «احمقانه پرېکړه» بللې ده.
هغه زیاته کړې: «د جګړې په اوج کې له خپلو مهمو ستراتیژیکو موقعیتونو د زرګونو امریکايي سرتېرو ایستل یوه جدي تېروتنه ده چې اغېزې به یې تر دې شېبې ډېرې لرې وغځېږي.»
د یادونې ده، دا مهال شاوخوا ۳۸ زره امریکايي سرتېري په المان کې مېشت دي.
Views: 1