د ویرجینیا د فدرالي محکمې منصفه پلاوي، افغان وګړی محمد شریفالله په ۲۰۲۱ کال کې د کابل پر هوایي ډګر په برید کې د لاس لرلو په تړاو «مجرم» وپېژاند، خو د محکمې وروستۍ پرېکړه لا نه ده صادره شوې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ویرجینیا کې د فدرالي محکمې منصفه پلاوي پرون (چهارشنبه) یو افغان په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوایي ډګر کې د شوي برید په تړاو «یوې ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو د دسیسې په جرم» محکوم کړ؛ هغه برید چې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ ملکي افغانان په کې وژل شوي وو.
د راپور له مخې، خو یاد پلاوي په دې اړه چې ایا د هغه کړنې په مستقیم ډول د یادو کسانو د مرګ لامل شوې دي که نه، پرېکړې ته ونه رسېد او محمد شریفالله له احتمالي عمري بند څخه وژغورل شو.
په راپور کې راغلي چې شریف الله لا هم له شلو کلونو بند سره مخ دی او د امریکا سیمهییز قاضي سمدستي د حکم د صادرېدو نېټه نه ده ټاکلې.
د راپور له مخې، څارنوالانو ویلي چې شریفالله له برید مخکې د څارنې په ترسره کولو او د اړیکو په اسانتیا برابرولو سره د افغانستان څانګې، داعش-خراسان، سره مرسته کړې وه.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۳ کال د کب په ۱۴مه اعلان کړی و چې امریکا د پاکستان په همکارۍ د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال برید په تړاو یو کس نیولی دی.
رسنیو هغه مهال دغه کس د «محمد شریفالله» په نوم یاد کړی و.
Views: 14