د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې که د امریکا له لوري له ایران سره جګړې بیا پیل شي، د واشنګټن دغه اقدام به «ناوړه پایلې» ولري.
نیوزویک ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ، پرون (چهارشنبه) ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، پوتین ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې که د اوربند په ترڅ کې د ایران پر ضد جګړه بیا پیل شي، «ناوړه پایلې» به ولري.
راپور کې راغلي چې پوتین ټرمپ ته ویلي چې د دښمنیو بیا پیل به «خطرناک او د منلو وړ نه» وي، په ځانګړې توګه د ایران په خاوره کې هر ډول ځمکني عملیات.
د هغه په وینا، پوتین همداراز ټینګار کړی چې د جګړو د بیا پیل لپاره هر اقدام به نه یوازې ایران، بلکې په پراخه کچه نړیوالې ټولنې ته هم جدي خطرونه ولري.
Views: 1