د ریاستالوزرا د مقام د دفتر عمومي رئیس، ملا عبدالواسع، په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لیندزی سره په لیدنه کې د پاکستان د پوځ له لوري پر کونړ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او استوګنیزو سیمو په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کونړ پر مرکز او د مرورې، دانګام او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې اووه ملکي وګړي شهیدان او ۷۵ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د سید جمالالدین افغان پوهنتون ۲۰ محصلین هم شامل دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او خپل اعتراضي لیک یې ورسپارلی دی.
د ارګ د اېکس (پخوانی ټویټر) پاڼې د معلوماتو له مخې، ملا عبدالواسع پرون (سهشنبه) له ریچارد لیندزی سره لیدنه وکړه.
هغه ویلي: «موږ نه یرغل کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یو، خو د افغانستان د خاورې، ملي حاکمیت او د افغانانو دفاع زموږ حق دی.»
نوموړي له نړیوالو او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو او بنسټونو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅې کوي، وغوښتل چې حقایق درک کړي او ملامتي پر اصلي لوري واچوي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان تل د پاکستان سره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.
ملا عبدالواسع زیاته کړې: «موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي؛ پاکستان هم باید خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.»
نوموړي د افغان کډوالو د څلوېښت کلن مېشتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې افغانانو د پاکستان قوانین مراعات کړي، او پاکستان هم باید د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.
هغه وویل: «موږ د بشري مرستو د لېږد مخه نه ده نیولې، او که پاکستان د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو ګام واخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.»
په همدې حال کې، ریچارد لیندزی افغانستان ته د خپل سفر خوښي څرګنده کړه او د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده. هغه وویل چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او دواړه لوري باید د باور جوړونې لپاره کار وکړي.
لیندزی د افغانستان د سولې دریځ وستایه او زیاته یې کړه چې پاکستان ته یې هم پیغامونه رسولي دي څو د باور جوړونې لپاره هڅې زیاتې کړي. هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید د ښه تفاهم او مثبت فضا د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغه دا هم وویل چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد باید دوام ومومي.
Views: 1