اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو تاريخي مخینه

عصمت خاورین
دسمبر 31, 2023

موندنې ښيي چې اسټرالیا ته د افغانانو لېږد د اوښبه افغانانو له خوا  ۱۸۵ کلونه مخکې پیل شوی، اوس هم په اسټرالیا کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان ژوند کوي او لومړنیو اوښبنو افغانانو د اسټرالیا د لرو پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې بلې سیمې ته د توکو او کاني موادو په لېږد، د اورګاډو پټلۍ او تمځایونو جوړولو برخو کې مهم کارونه ترسره کړي دي.

اسټراليا ته د اروپايانو له راتګ مخکې بومي اسټراليایانو د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې ژوند کاوه چې د اسټراليا له کشف وروسته په ۱۷۸۸ زېږدیز کال کې لومړۍ ځل د اروپايانو استوګنه په اسټراليا کې پيل شوې ده او له هغه وروسته د اروپايانو يوه ډله د بېړيو له لارې اسټراليا ته راغلې ده.

کله چې لومړی ځل اروپايان اسټراليا ته راغلي وو، د دغه هېواد لرو پرتو سيمو ته تګ راتګ ډېر سخت کار و خو اروپايانو غوښتل چې د اسټراليا لرې پرتې سیمې له ښارونو سره وتړل شي او د خوراکي توکو او کاني موادو د انتقال لپاره د حل اسانه او ارزانه لاره وموندل شي.

له همدې امله د اسټراليا په ځينو مستعمرو کې چارواکو پرېکړه کړې وه څو اوښان اسټراليا ته راوستل شي؛ ځکه اوښانو کولای شول په وچ اقليم کې د اوبو او خوړو له ستونزې پرته د اسټراليا لرو پرتو سیمو ته خوراکي توکي ورسوي.

اسټرالیا ته د افغانانو د تلو تاریخي مخینه:

د سوېلي اسټراليا د ايالاتي کتابتون په وېبپاڼه کې د کډوالو په اړه راغلي معلومات ښيي چې په اسټراليا کې د افغانانو تاريخ له ۱۸۵ کلونو هم ډېر دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸ زېږدیز کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښانو سره د اسټراليا سوېلي ايالت ته راوستل شوي وو څو د اسټراليا د ترانسپورټي سيسټم په جوړولو او د اسټرالیا د بېلابېلو ښارونو او سيمو په نښولو کې مرسته وکړي. د لومړنیو اوښبه افغانانو له ورتلو وروسته دغه هېواد ته د افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی دی.

دغه راز د ۱۸۶۰ زېږدیز کال په جون میاشت کې درې افغانان له ۲۴ اوښانو سره اسټرالیا ته راوستل شوي وو او له هغه وروسته نورو افغانانو ته د راتګ لاره پرانیستل شوې ده. په ځینو خپرو شوو اسنادو کې لیدل کېږي چې لومړی ځل د دوست‌محمد خان، حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو افغانان د اسټرالیا هېواد ته تللي وو.

یو شمېر لیکوالان باور لري چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ میلادي کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه فغانان اسټرالیا ته راغلي وو. له افغانستان وروسته له ترکيې او مصر څخه هم اوښبه کسان تللي وو خو ټولو ته د اوښبه افغانانو نومونه ورکول کېږي؛ ځکه چې افغانان تر ټولو مخکې اروپا ته راغلي وو.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت پر وېب‌پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې ډېری اوښبه افغانان د افغانستان له کندهار، هلمند، نیمروز، کونړ او ننګرهار ولایتونو اسټرالیا ته د کار لپاره راغلي وو.

ځیني اسناد ښيي چې یو شمېر کسان له بریتانوي هنده هم اسټرالیا ته راغلي وو چې د اوښبه افغانانو په نوم پېژندل کېدل. د یادولو وړ ده چې له بریتانوي هنده د راغلو کسانو په ډله کې هم د داسې کسانو نومونه لیدل کېږي چې په اصل کې افغانان وو.

ډېری تاریخ‌پوهان لیکي چې اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو راتګ تر ۱۹۲۰ زېږدیز کال پورې دوام پیدا کړی او له هغه وروسته نور اوښبه افغانان اسټرالیا ته نه دي راغلي.

اوښبه افغانانو اجازه نه درلوده څو خپلې کورنۍ له افغانستانه اسټرالیا ته راولي، له ۱۹۲۰ زېږدیز کال وروسته یو زیات شمېر اوښبه افغانان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي خو یو شمېر بیا په اسټرالیا کې پاتې شوي‌ او له بوميانو او اروپایانو سره یې ودونه کړي دي.

د اوښبه افغانانو پاتې نسل اوس هم د اسټراليا سوېلي او مرکزي سیمو کې ژوند کوي، خو اوس هغوی په پښتو او دري ژبو خبرې نه شي کولی.

په اسټرالیا کې د افغانانو په شمېر کې زیاتوالی:

په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې یوازې ۱۴۹ افغانانو په اسټرالیا کې ژوند کاوه خو د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پر مهال یو ځل بیا زرګونه افغانان اسټرالیا ته کډه شوي دي.

اسټراليا ته د افغانانو د تګ نوی پروګرام چې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی، د څه باندې ۱۴ سوو غوښتنلیکونو له ډلې یې یوازې ۱۵۹ غوښتنلیکونه تایید شوي او نورو ته یې د رد ځواب ور کړی دی.

د اسټرالیا حکومت ویلي، د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې له دوی سره کار کړی، د ویزو ورکولو ځانګړی پروګرام به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال زېږدیز کال په مې میاشت کې لغوه کړي او په شرایطو برابر کسان یوازې د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې ورته خپل غوښتنلیک سپارلی شي.

د اسټرالیا د احصایې ادارې شمېرې ښيي چې اوسمهال په اسټرالیا کې شاوخوا ۵۰ زره افغانان ژوند کوي چې په پښتو او دري ژبو خبرې کوي. د ۲۰۱۶ زېږدیز کال سرشمېرنه ښيي چې په یاد کال کې تر ټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې اوسېدل.

لومړنیو افغانانو د اسټرالیا د لرو پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې بلې ته د توکو او کاني موادو په لېږد، د اورګاډو پټلۍ او تمځایونو جوړولو برخو کې مهم کارونه ترسره کړي دي.

ډاکټر زمری صميم، د ملبورن اوسيدونکی، چې بروکن هيل ته تللې وه، وايې چې اوښبه افغانانو د اوښانو په مرسته د استرليا په پرمختيا او د سړکونو په رغولو کې مهمه ونډه لوبولې ده، چې له همدې امله اوس هم افغانانو ته په بروکن هیل او په ټوليزه توګه استرليا کې په درنه سترګه کتل کيږي. اوښبه افغانانو د استرلیا د رغونو چارو سربيره اسلام ته هم خدمت کړې دې او د استرليا په لويه وچې کې يې لومړې مسجد جوړ کړې دې.

د اسټرالیا د لرو پرتو سیمو کشف:

خپاره شوي اسناد ښيي چې د ۱۸۷۰ او ۱۸۹۰ کلونو ترمنځ یو شمېر اوښبه افغانانو له هغو ډلو سره کار کړی چې غوښتل یې د اسټرالیا لرې پرتې سیمې کشف کړي.

د بېلګې په توګه، په ۱۸۷۲ کال کې د حکومت په مالي ملاتړ د ویلیم ګاس په مشرۍ درې افغانانو هر یوه کامران، جمعه‌خان او الانه په یوه پروژه کې ونډه درلوده چې په پایله کې توانېدلي څو ۱۳۲ زره کیلومتره مربع ځمکه د اسټرالیا په مرکزي سیمو کې کشف کړي.

په اسټرالیا کې لومړی جومات:

افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی، په دغه هېواد کې یې د اسلام دین خپور کړی  او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی دی.

اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په ۱۸۶۱ کال کې لومړنی جومات د سوېلي اسټرالیا په مري سیمه کې جوړ شوی دی. د ای‌بي‌سي شبکې معلومات ښيي چې دغه جومات د اسټرالیا په تاریخ کې لومړنی جومات دی او د افغانانو له خوا جوړ شوی دی.

‎د اسټرالیا په مري سیمه کې د لومړني جومات له جوړېدو څو کاله وروسته په ۱۸۸۸ کال کې په ا‌‌‌‌‌‌ډېلېډ ښار کې هم د افغانانو له خوا یو لوی جومات جوړ شوی دی.

امان‌الله چې په ښوونځي کې په رابرټ بابا مشهور دی وايي چې اوښبه افغانانو په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کې د بروکن هیل سیمه کې د جومات جوړولو کار پیل کړ. له یاد جوماته نصیر ملکزي، زمري صمیم او عصمت‌الله حلیمي لیدنه کړې او له امان‌الله سره د یاد جومات او د اوښبه افغانانو پر ژوند او تاریخچه وصال ټلوېزیون ته معلومات ورکړي دي.

د رسنیو له خوا په خپرو شوو راپورونو کې لیدل کېږي چې نن مسلمانان په اسټرالیا کې له ۳۶۰ څخه زیات د عبادت مرکزونه لري او دغه شمېره د هرې ورځې په تېرېدو د زیاتېدو په حال کې ده.

د اسټرالیا دې سيمې ته اووه کاله پخوا تللی افغان ډاکټر بصير، وصال ټلوېزيون ته وويل چې په ياده سيمه کې دغه جومات – چې د بشيرخان په نامه دی – له نږدې ليدلی او وايي، هغه وخت يې بيارغونې ته اړتيا لرله.

نوموړی زیاتوي چې ده هلته له مېشتو افغانانو سره هم ليدلي او له هغوی سره يې داسې نښې نښانې هم ليدلې چې ښکاري لا هم له افغاني کلتور او فرهنګ سره اشنا دي او مينه ورسره لري.

خو د ده په وينا، هغه څه چې د اوښبه افغانانو نسلونو بايد د افغاني فرهنګ په ساتلو او انتقالولو کې ترسره کړي وای، نه یې دي کړي او په دې برخه کې پاتې راغلي دي.

دغه راز د ډاکټر نصير ملکزي په نوم يو بل افغان چې په نږدې وخت کې يې له دې سيمې ليدنه کړې وايي، څه ډول چې دوی دې سيمې ته فکر کاوه، هغسې نه وه؛ ځکه دا سيمه د اسټراليا د نورو ښارونو په څېر پرمختللې نه وه، بلکې يو وړوکی جومات او دغه راز څو واړه کورونه او بازار په کې و چې د اوښبه افغانانو له نسلونو پاتې يوازې يوه کس له خپلې کورونۍ سره هلته ژوند کاوه.

دی وايي، په دې سيمه کې د هغه وخت ډېر پخواني اثار چې اوښبه افغانان ههلته ورغلي وو، هم شتون درلود خو وايي، له دې سره بيا هم داسې ګومان نه کېده چې دلته دې اوښبه افغانان پاتې شوي وي؛ ځکه له دې سيمې د اوښبه افغانانو نسلونه د ښه ژوند په موخه د ياد هېواد نورو ښارونو ته کوچېدلي دي.

د غان (افغان) تر ټولو مشهور اورګاډی:

هغه افغانان چې څه باندې ۱۸۵ کاله مخکې له خپلو اوښانو سره اسټراليا ته تللي دي او د دې لويې وچې ډېرې برخې يې کشف کړې، د بنسټيزو جوړښتونو په رغولو کې يې کاري مرسته وکړه او د اسټراليا بڼه يې د تل لپاره بدله کړه.

اوسمهال د هماغو افغانانو د ياد تازه کولو او درناوي په پار د اډېلايډ او ډاروين سيمو ترمنځ چلېدونکی تر ټولو مشهور اورګاډی د غان (افغان) په نامه يادېږي. دغه اورګاډی د اسټرالیا له جنوبه شمال ته ځي، په درې څلور ساعتونو کې خلک رسوي.

له اوښبه افغانانو سره تبعیضي چلند:

که څه هم چې په اسټرالیا کې افغانانو د لري واټن تګ راتګ په سفرونو کې ډېره اهمه ونډه او مرسته کړې خو هماغه مهال هم له دوی سره د توکميز چلند له مخې بد سلوک کېده او له دغه بد سلوکه د هغوی گروهه، د هغوی ظاهري بڼه او د لېږد رالېږد دوديزو کارکوونکو ترمنځ کاري رقابتونه وو.

د اوښبه افغانانو پاتې نسلونه دغه تبعیضي چلند تاییدوي او ځیني یې ادعا کوي دغه تبعیضي چلند چې لا هم دوام لري.

ډاکټر نصير ملکزي وصال ټلوېزیون ته وویل هغه تبعيضي چلند چې ويل کېږي پخوا له اوښبه افغانانو سره کېده، اوس له افغانانو سره هغه ډول تبعيضي چلند نه کېږي، له افغانستانه راغلو افغانانو ته یې په اسټرالیا کې ډېره پاملرنه کړې ده.

دغه راز څومره خدمت چې اوښبه افغانانو اسټرالیا ته کړی، په هغه اندازه د دوی له کارونو ستاینه نه ده شوې خو اسټرالیايي لیکوالانو او څېرونکو په خپلو لیکنو او فلمونو کې له اوښبه افغانانو په ښه نوم یادونه کړې ده.

 

Views: 47

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi