د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د تهران – مسکو اړیکو او سیمهییزو او نړۍوالو بدلونونو په اړه د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې عراقچي د روسیې سنپټرزبورګ ښار ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې عراقچي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او خبرې وکړي.
په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، عراقچي به په دغه سفر کې له پوتین سره د امریکا، اسرائیل او ایران له جګړې وروسته د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې وکړي.
د یادونې ده، د عراقچي دغه سفر له هغه وروسته ترسره کېږي چې نوموړي د پاکستان او عمان له لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې کړې وې.
Views: 1