د جمهوریت شل کاله- د افغان پوځ له پخواني لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي سره مرکه

دسمبر 30, 2023

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د څو لویو لاسته راوړنو په لیست کې یوه لاسته راوړنه د هغې دورې امنیتي او دفاعي ځواکونه یادېدل چې د جمهوریت له سقوط سره هغه ملي اردو او امنیتي ځواکونه هم منحل شول.

نن د افغان پوځ له پخواني لوی درستیز، متقاعد ستر جنرال شیر محمد کریمي سره چې په ۲۰۱۵م کال کې یې له ملي اردو سره دنده پای ته ورسېده، د افغانستان د نظامي سکټور او جمهوریت د سقوط په نظامي اړخ غږېدلي یو.

ایا ستاسو دا پوښتنه ځواب شوې چې ولې افغان دولت د سلګونه زره امنیتي ځواکونو له لرلو سره سره، بیا هم سقوط شو؟ که دا او ورته پوښتنې مو په ذهن کې وي، موږ دلته د افغان پوځ له پخواني لوی درستیز څخه پوښتلې دي.

Views: 153