د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلاماباد کې له امریکايي چارواکو سره د هر ډول لیدنې د پلان خبر رد کړی، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د خبرو د نوي پړاو لپاره یو پلاوی پاکستان ته لېږي.
ډان ورځپاڼې تېره شپه د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیدعباس عراقچي په مشرۍ یو پلاوی اسلاماباد ته سفر کوي او ښايي له امریکا سره د سولې خبرو دویم پړاو هم ترسره شي.
په همدې حال کې، «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، یو پلاوی به د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي پړاو خبرو لپاره پاکستان ته واستوي.
د راپورونو له مخې، په دغه پلاوي کې سټیف ویتکاف او جرد کوشنر شامل دي چې نن (شنبه، د غويي ۵مه) له ایران سره د خبرو د دوام لپاره پاکستان ته سفر کوي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ په یوه رسمي سفر اسلاماباد ته راغلي یو.»
هغه زیاته کړې: «د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ هیڅ ډول لیدنه نه ده پلان شوې. د ایران ملاحظات به پاکستان ته وړاندې شي.»
د هغه په خبره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د منځګړیتوب او د جګړې د پای ته رسولو او سیمې ته د سولې راوستلو په موخه لیدنې وکړي.
د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړی چې عباس عراقچي په پاکستان کې له امریکايي چارواکو سره د لیدنې کوم پلان نه لري.
په راپور کې راغلي چې اسلاماباد کولای شي د «اړیکو د پل» په توګه د ایران د دریځونو د لېږد لپاره رول ولوبوي، څو د شخړې د پای ته رسېدو لار هواره شي.
Views: 1