د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د لبنان او اسراییل پلاوو د دواړو لورو ترمنځ اوربند درې اونۍ غځولی دی.
د ټرمپ په خبره، د لبنان او اسراییل د پلاوو ترمنځ د اوربند غځېدو دغه پرېکړه د سولې لپاره ښه فرصت دی او دا پرمختګ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلي او لبناني چارواکو ترمنځ له یوې لیدنې وروسته شوی.
د امریکا ولسمشر ویلي، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د لبنان د ولسمشر جوزف عون او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربهتوب وکړي.
د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې حزبالله د لبنان په سوېل کې د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي وو.
Views: 1