رسمي سرچینې وایي چې د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون پخوانی ريیس وحیدالله اصغري کابل ښار کې خپل کور ته نږدې له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.
د سنوکر ملي فدراسیون سکرترجنرال شکیب سخي رسنیو ته تایید کړې چې وحیدالله اصغري د روانې اونۍ د سهشنبې په ورځ د کابل ښار قلعه فتحالله کې خپل کور ته نږدې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و.
د هغه په وینا، د اصغري جسد د پنجشنبې په ورځ د عدلي طب له خوا د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
په همدې حال کې، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند اللهمحمد مشواني هم ویلي چې اصغري د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی او د دې پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د اصغري د مړینې له امله د اریانا سنوکر اتلولۍ جام ته د لارموندنې سیالۍ هم ځنډول شوې دي.
وحیدالله اصغري د کلونو لپاره د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د رئیس په توګه دنده ترسره کړې وه.
Views: 18