د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ ، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و.
د ملګرو ملتونو د خبرونو پر اېکس پاڼه کې لیکل شوي “د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هیواد ته د ورپیښو ننګونو د حل لپاره د نړیوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې.”
سرچینې زیاته کړې، د ‘خپلواکه ارزونې’ په نامه دغه پرېکړه لیک د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه په ۱۳ موافقو رایو سره تصویب شوه، خو روسیې او چین دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ځانګړي استازي دفتر د مرغومي په اتمه نېټه پر اېکس شبکې لیکلي، چې د دغه پرېکړه لیک مسوده یې له جاپان سره په ګډه ترتیب کړی و.
سرچینې زیاته کړې، په دې مصوبه کې ددې سپارښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادی سینیرلي اروزنه باید په عمل کې اجرا شي.
په ملګرو ملتونو کې د اماراتو د ځانګړې استازولۍ دفتر ویلی، له دې پرېکړه لیک څخه موخه داده چې افغانستان پخپله او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې واوسي او له نړۍوالې ټولنې یو ځل بیاښکېل شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نن ورځې په پرېکړه لیک کې د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار شوی دی.
په دغه پرېکړه لیک کې بشردوستانه مرستې، د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د مذهبي او قومي لږکیو حقونه، امنیت، ترهګرۍ، نشه یي توکي، ټولنیز او اقتصادي کړکیچ، خبرې اترې او ډیالوګ، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت د هغو ننګونو څخه ګڼل شوي چې افغانستان اوس وخت ورسره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې د سولې او امنیت د ټینګښت په هڅو کې د ښځو د بشپړ، مساوي او مانا لرونکي ونډې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
په دغه پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو “د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو اساسي ازادیو ته د درناوي د کمیدو، په ځانګړې توګه ښوونې او روزنې، اقتصادي فرصتونو، کار، عدالت او بنسټیز خدماتو ته د ښځو او نجونو د نه لاسرسي په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړی ده.
د یادونې وړ ده چې د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۶۷۹ پریکړه لیک کې ددغه سازمان له عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتې و، چې د افغانستان د وضعیت یوه خپلواکه ارزونه وکړي او د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې د اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په موخه د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې د یوې همغږې نړۍوالې تګلارې په اړه خپلې مشورې ورکړي.
د دې غوښتنې په ځواب کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د روان کال د اپریل په ۲۵مه، ترکیې ډیپلومات فریدون هادي سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي توګه وټاکه.
سينيرلي اوغلو افغانستان ته سفر وکړ، د سرپرست حکومت مشرانو، په بهر کې مېشتو مشهورو افغانانو او د سیمې او نړۍ له ښکېلو هېوادونو سره د لیدنې له لارې وضعیت وارزاوه.
په دغه ارزونه کې وړاندیز شوی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره باید د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.
د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي راپور کې د افغان مېرمنواو نجونو په اړه راپور کې د مشورو د اخیستلو پر مهال د سرپرست حکومت د استازو په ګډون د “هر افغان سره چې مشوره شوې” د افغان میرمنو او نجونو وضعیت مسله د نورو مسلو پرتله ډیره زیاته یاده شوې ده.
د اوغلو په راپور کې په نړۍوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړۍوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.
ارزونې کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه تر ټولو پراخه مسله وه چې په دې مشورو کې مطرح شوې. ارزونه زیاتوي، چې افغان ښځو او نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې د چارو کارپوهانو او همدارنګه د طالبانو ګڼو استازو پر دې موضوع ټینګار کړی دی.
د افغانستان اوسني سرپرست حکومت نجونې د شپږم ټولګي پورته په منځنیو او لیسه ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړیوالو ادارو او موسسو کې له کار کولو څخه بې برخې کړي دي. همداشان ښځې عامه پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تګ منع دي.
د ملګرو ملتونو په ارزونه کې ویل شوي چې دا محدودیتونه نه یواځې د ملګرو ملتونو په منشور یا نړیوال قانون کې له لیکل شویو ارزښتونو سره سمون لري، بلکې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات په ګټه نه هم دي.
خو د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي.
دوی ټینګار کړی چې نور بندیزونه د دیني لارښوونو پر بنسټ وضع شوي او نړۍ باید ورته درناوی وکړي.
په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ چې میلیاردونه ډالره کېږي، د خوشې کېدو لپاره یوه حل لاره ومومي.
Views: 16