د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اووریزو لوبو لوبلړۍ لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوده چې د جمعې په ورځ (د مرغومي په اتمه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اوریزو نړېوالو لوبو لړۍ پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې لومړۍ لوبه د جوعې په ورځ ددسمبر په ۲۹مه، دویمه په ۳۱مه او درېیمه د جنورۍ په دویمه نېټه ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزي، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی چې دغه راز یې څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشد خان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم برخه دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې په لوبډله کې هغو دوو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی چې له دې وړاندې پرې بندیزونه لګېدلي وو.
د یادونې کرکټ بورډ پر نوین الحق، فضل حق فاروقي او مجیب ځدراڼ بندېزونه لګولي وو.
سرچینې زیاته کړې، پر دغو لوبغاړو له دې وړاندې پرې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله بندیزونه لګېدلي وو، خو دا چې مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې ادارې ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی ښودلی او دغه راز یې د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې له دې وړاندې شوې ده؛ د نوملړ برخه ګرځېدلي دي.
Views: 17