د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان کړی چې د ده مرستیال جيډي ونس په پاکستان کې له ایران سره په دویم پړاو خبرو کې د امنیتي اندېښنو له امله ګډون نه کوي.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ رسنیو ته ویلي چې جيډي ونس د امنیتي اندېښنو له امله په دغو مذاکراتو کې ګډون نه کوي.
هغه زیاته کړې: «دا یوازې د امنیت له امله دی، جيډي ډېر ښه دی.»
له دې مخکې د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا دایمي استازي مایک والټز او د دغه هېواد د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي وو چې جيډي ونس به د اسلاماباد د دغه پړاو مذاکراتو مشري هم وکړي.
په همدې حال کې، رویترز راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ډونالډ ترمپ ویلي وو، د امریکا یو پلاوی له ایران سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته استول شوی، خو تهران وایي، تر هغه چې سمندري محاصره پای ته ونه رسېږي، هیڅ مذاکرهکوونکی پلاوی به ونه لېږي.
Views: 2