د ترکي رسنیو راپورونو له مخې، ترکیه کې ۶۹ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

اناتولي خبري اژانس نن یوه راپور کې لیکلي چې ترکي امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د چاناک‌قلعه ولایت بېلابېلو سیمو کې ۷۰ غیر قانوني کډوال چې ۶۹ یې افغانان او یو یې ایرانی دی نیولي دي.

د راپور له مخې، د ترکيې سمندري ځواکونو د چاناک‌قلعه په ایواجیک اوبو کې یوه کښتۍ کې سپاره ۳۶ غیر قانوني افغان کډوال نیولي دي.

دغه راز په همدې سیمه کې یوه بله کښتۍ کې ۳۴ غیر قانوني کډوال چې ۳۳ یې افغانان او یو یې ایرانی دی نیول شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه کسان د چاناک‌قلعه ولایت د غیرقانوني کډوالو د بیرته ګرځولو ادارې ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو را ایستل هم ډېر شوي دي.

Views: 15