د راپورونو له مخې، د ایران د بیړنیو خدمتونو (اورژانس) ادارې مشر ویلي چې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې د ټپي شوو کسانو له ډلې ۲۱۱۵ یې له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري چې ۲۲۱ یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
امریکا او اسرائیلو د ۱۴۰۴ کال د کب په نهمه پر ایران بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د ایران مذهبي مشر علي خامنهای هم ووژل شو. دغه بریدونه د ایران له پوځي غبرګون سره مخ شول او د دواړو لورو ترمنځ جګړې څه باندې یوه میاشت دوام وکړ.
دواړو لورو څلور ورځې وړاندې د دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه وکړه.
د ایران د بیړنیو خدمتونو ادارې مشر جعفر میعادفر رسنیو ته ویلي چې د امریکا – اسرائیلو بریدونو له ټپیانو ۲۱۱۵ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لري چې له دې ډلې یې ۲۲۱ ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړې: «له دغه شمېر څخه ۱۲۴ کسان له پنځو او ۷۰ نور له دوو کلونو کم عمرونه لري.»
نوموړي دغهراز څرګنده کړې چې په دې بریدونو کې ۲۵۸ ښځې هم وژل شوې او ۴۹۹۳ نورې ټپیانې شوې دي.
د هغه په خبره، دغه کسان په هيڅ ډول پوځي فعالیتونو کې ښکېل نه وو.
میعادفر له پنځو کلونو د کم عمره وژل شوو ماشومانو شمېر ۱۸ کسان اعلان کړی دی.
جعفر میعادفر زیاته کړې: «ډېر ټپیان په تهران، خوزستان، لرستان، اصفهان، کرمانشاه او ایلام ښارونو کې ثبت شوي دي.»
هغه همدارنګه ویلي چې په دغو بریدونو کې ۲۶ روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي
Views: 5