افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې هم متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دا لوبه چې په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۴۹ منډې وکړې او اماراتو ته یې د ۲۵۰ هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري شرف الدین اشرف ۶۳، بهیر شاه محبوب ۶۲ او رحمت شاه ۳۳ منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۴ منډو وسوخېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۹۵ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري فرید ملک او شرف الدین اشرف درې، درې او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.
اشرف دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر دې مخکې افغانستان په لومړۍ تمریناتي لوبه کې هم اماراتو ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده، چې د جمعې په ورځ د افغانستان او اماراتو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ پیل شي.
Views: 16