د افغانستان د شنونکو شبکه وايي چې هغه افغانان چې په بریتانیا کې دایمي اقامت نه لري، د دغه هېواد د مهاجرتي سیاستونو د سختېدو له امله له اوږدمهالې ناامنۍ او جدي ستونزو سره مخ دي.
دې شبکې پرون په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې ډېری دغه افغانان، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې یې د مهاجرت اسناد ترلاسه کړي، ښايي د هغو نویو پالیسیو له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې وړاندیز شوي، د دایمي اقامت د ترلاسه کولو لپاره لا ډېر وخت انتظار وباسي.
په راپور کې راغلي چې دا پالیسيګانې د دې لپاره طرحه شوي چې بریتانیا ته د کډوالو د داخلېدو مخه ونیول شي.
راپور زیاتوي چې زرګونه افغانان، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي؛ نه د کار اجازه لري او نه هم د بریتانیا حکومت کولای شي هغوی بېرته وشړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د بریتانیا حکومت د خپل مهاجرتي سیستم لپاره بنسټیز بدلونونه وړاندیز کړي چې د تابعیت ترلاسه کولو بهیر به اوږد او پېچلی کړي.
د افغانستان د شنونکو شبکې ویلي چې دا راپور د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ترمنځ د ترسره شویو ۱۳ مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی؛ چې له دې ډلې اته مرکې له هغو افغانانو سره شوې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې بریتانیا ته تللي او پنځه مرکې د مهاجرت له وکیلانو او هغو کسانو سره دي چې له تازه ورسېدلو افغانانو سره کار کوي. همداراز، په راپور کې د پالیسیو او موجودو معلوماتو ارزونه هم شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د اتباعو لپاره د تحصیلي ویزو صادرول هم درولي دي.
Views: 7