د تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې اسلاماباد ته د ایران د مذاکراتي پلاوي د تلو خبر حقیقت نه لري او تر هغه چې امریکا په لبنان کې د اوربند په اړه پر خپلې ژمنې عمل ونه کړي، تهران به مذاکراتو ته داخل نه شي.
والسټریټ ژورنال تېره شپه د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې یو ایرانی پلاوی د پنجشنبې په وروستیو کې له امریکا سره د خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، دغه پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د دغه هېواد د اسلامي شورا د مجلس د ريیس محمدباقر قالیباف په مشرۍ جوړ شوی دی.
په همدې حال کې، تسنیم خبري اژانس نن ماسپښین (جمعه) په یوه خبر کې لیکلي: «یوې باخبره سرچینې تسنیم ته ویلي چې د ځینو رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې د ایران مذاکره کوونکی پلاوی له امریکایانو سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته تللی، په بشپړه توګه دروغ دي.»
په راپور کې راغلي: «تر هغه چې امریکا په لبنان کې د اوربند په اړه پر خپلې ژمنې عمل ونه کړي او صهیونیستي رژیم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، مذاکرات به ځنډېدلي وي.»
د یادونې ده، د راپورونو له مخې، داسې ویل کېدل چې د سېشنبې په وروستیو کې د دوه اونیز اوربند له ټینګېدو وروسته به پاکستان د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ د خبرو کوربه وي.
ټاکل شوې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس به په پاکستان کې د امریکا د پلاوي مشري کوي.
Views: 11