د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر وړاندې د بریدونو له پیل سره، د خام نفتو د هر بېرل بیه شاوخوا ۶۸.۵ سلنه لوړه شوه او ۱۱۲.۹۵ ډالرو ته ورسېده، خو د دوه اوونیز اوربند له اعلان وروسته، بیې شاوخوا ۱۷ سلنه راټیټې شوې او ۹۳.۷۵ ډالرو ته بېرته راښکته شوې.
امریکا او اسرائیل د ۱۴۰۴ کال د حوت په نهمه پر ایران بریدونه وکړل؛ هغه بریدونه چې په ترڅ کې یې د ایران مشر علي خامنهیي هم ووژل شو. دې بریدونو د ایران له نظامي غبرګون سره مخ شول او جګړه د دواړو خواوو ترمنځ روانه پاتې شوه.
تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دواړو خواوو یوې موافقې ته رسېدلي، چې له مخې یې بریدونه د دوو اوونیو لپاره درول کېږي. هغه زیاته کړه چې د دوامداره سولې د ترلاسه کولو هڅې لا هم روانې دي.
په همدې حال کې، د تهران چارواکو ویلي چې که پر ایران بریدونه ودرېږي، دا هېواد به هم خپل پوځي عملیات وځنډوي. همداراز، په دې موده کې به د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ د ایران د وسلهوالو ځواکونو په همغږۍ خوندي وي.
دغه بدلونونو د نړیوالو بازارونو پر نفتو ژور اغېز کړی او بیې یې راټیټې کړې دي.
د OilPrice.com د معلوماتو له مخې، د خام نفتو (WTI) بیه مخکې ۶۷.۰۲ ډالره وه، خو د جګړې له پیل وروسته تر پرون (۷ اپرېل) پورې ۱۱۲.۹۵ ډالرو ته لوړه شوه.
خو د اوربند له اعلان وروسته، نن د کابل پر وخت د مازدیګر تر ۴:۳۰ پورې، د هر بېرل بیه ۹۳.۷۵ ډالرو ته راټیټه شوه.
دا شمېرې ښيي چې بیه لومړی شاوخوا ۶۸.۵ سلنه لوړه شوې وه، خو وروسته د اوربند له اعلان سره نږدې ۱۷ سلنه راټیټه شوه.
دغه پرمختګونه ښيي چې حتی یو لنډمهالی اوربند هم په منځني ختیځ کې کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو باندې پام وړ اغېز ولري او د کړکېچ له امله رامنځته شوی قیمتي فشار ژر راکم کړي.
Views: 1