د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په برمټن ښار کې د یوې خبري ناستې پر مهال له امریکا او ایران وغوښتل چې نړیوالو قوانینو او د جګړې اصولو ته درناوی وکړي او ملکي وګړي او ملکي بنسټونه په نښه نه کړي.
کارني دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې له هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه ګواښ په اړه وپوښتل شول چې ویلي یې وو د ایران تمدن به له منځه یوسي.
کارني وویل: «لومړی دا چې کاناډا تمه لري، په دې شخړه او هره بله شخړه کې، ټول اړخونه د نړیوالو قوانینو او د جګړې اصولو ته درناوی وکړي. دا په دې معنا ده چې هېڅکله باید ملکي وګړي او ملکي بنسټونه په نښه نه شي.»
هغه زیاته کړه: «موږ د دې جګړې له ټولو اړخونو غواړو چې دغو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي. دا هغه موضوع ده چې موږ یې هم په عامه توګه او هم په خصوصي توګه مطرح کړې ده.»
#کاناډا #امریکا #ایران
#MarkCarney #Canada #USA #Iran #InternationalLaw
Views: 1