د پاکستان سرپرست حکومت په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده غځولې چې لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه هلته مېشت دي.
د یادونې ده، افغانستان کې د جمهوريت له سقوط وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته ولاړل څو له هغه ځایه اروپا، کاناډا او اسټرالیا ته ولاړ شي.
یادو ډېرو افغانانو له دغو هېوادونو سره په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې.
که څه هم پاکستان کې بهر ته د تلو په تمه مېشتو افغانانو کره شمېر نه دی معلوم خو رسمي سرچینې وایي چې لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه شاوخوا ۲۵ زره افغانان پاکستان کې مېشت دي.
د پاکستان سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د لېندۍ په ۲۳مه په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت یې یادو افغانانو ته د ډسمبر له ۳۱مې نېتې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۹مې پورې د اوسېدو نېټه غوځولې ده.
هغه زیاته کړې، دغه شمېر افغانان چې ډېری یې قانوني اسناد نه لري، باید په دې موده کې قانوني اسناد ترلاسه او بیا درېیم هېواد ته ولاړ شي.
د پاکستان حکومت د نوي قانون او مقرراتو له مخې، هغه بېاسناده افغان وګړي چې درېیم هېواد ته د تلو په تمه دي، د قانوني اسناد ترلاسه کولو فیس یې اوس د ۸۰۰ ډالرو پر ځای ۴۰۰ ډالر ټاکل شوی دی خو که تر ټاکلې مودې پورې خپل اسناد ترلاسه نه شي کړای نو میاشتنۍ جریمه به یې ۱۰۰ ډالر او لوړه جریمه به یې ۸۰۰ ډالره وي.
د پاکستان سرپرست حکومت دغه وزیر دا هم وویل چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۴۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
په اسلاماباد کې مېشت یوه افغان خبریال چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، له تېر یونیم کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په اسلاماباد کې امریکا ته تلو په تمه مېشت دی.
هغه زیاته کړه، دلته لګښتونه دومره ډېر دي چې د دوی له توانه وتلي، باید د امریکا سفارت د دوی کارونه ژر تر ژره پروسس کړي او ویې لېږدوي.
په پاکستان کې د عامو افغان مامورینو ترڅنګ سلګونه څارنوالان، د وسلهوالو ځواکونو افسران او سرتېري او نور لوړپوړي دولتي چارواکي هم مېشت دي چې تر اوسه یې کارونه نه دي پروسس شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره اونۍ پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د یادو ۲۵ زره افغانانو د برخلیک په اړه خبرې کړې وې.
نوموړي له پاکستانه غوښتي وو چې د هغوی له ځورولو لاس واخلي.
Views: 19