د راپورونو له مخې، د ایران او د لبنان د حزبالله ډلې بریدونو له امله د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال اسرائیلو کې ۲۰۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسرائیل د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغه شمېر کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
په راپور کې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون رویټرز خبري اژانس د اسرائیل د امبولانس خدمتونو له قوله راپور ورکړی و چې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله په اسرائیل کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیل پوځ هم اعلان کړی و چې د لبنان په سوېل کې دوه اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.
له بلې خوا، د الجزیرې د ننني راپور له مخې، د امریکا او اسرائیل له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې له پیله راهیسې د دغه هېواد روغتونونو ته پنځه زره او ۴۵ کسان لېږدول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له دغه شمېر څخه اوس مهال ۱۲۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي او د هغوی له ډلې ۱۲ کسان په ډېر نازک حالت کې دي.
Views: 15