د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په غوڅ اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په کې په غزه کې د بېړني بشري اوربند غوښتنه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، که څه هم دغه پرېکړهلیک الزامي نه دی، خو سیاسي وزن یې ډېر دی او د جګړې په تړاو د نړېوال لید ښکارندويي کوي.
په دغه راپور کې راغلي چې د عمومي اسمبلې له درې پر څلورمه برخه غړو (له ۱۹۳ غړو ۱۵۳) د سملاسي اوربند په پلوي رایه ورکړه.
دغه راز د امریکا متحده ایالتونو، پاراګوای، اتریش او اسرائیلو د دغه پرېکړهلیک ضد رایه ورکړې ده.
سرچینې ویلي، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او اوکراین د هغو ۲۳ غړو په کتار کې وو چې له رایه ورکولو یې ډډه وکړه.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازوالۍ سرپرست نصیراحمد فایق تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان په غزه کې د بشري مرستو رسولو لپاره بېړني اوربند ته مثبته رایه کارولې ده.
فایق لیکلي چې په وړاندیز شوي پرېکړهلیک کې د ملکي خلکو خوندیتوب، د ټولو برمته شوو ازادېدل او بشري مرستو ته لاسرسی هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال د اکتوبر له اوومې په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۷ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز ویل کېږي چې تر ۱۵۰۰ پورې اسرائیلیان هم وژل شوي او درې زره نور ټپیان شوي دي.
Views: 9