په داسې حال کې چې د امریکا او ایران جګړې ټوله نړۍ ولړزوله، د دې جګړې اوږدمهالې اغېزې به نه یوازې پر ښکېلو خواوو، بلکې د سیمې پر نورو هېوادونو هم څرګندې وي. له همدې امله د ډېرو افغانانو لپاره دا پوښتنه مطرح ده چې د ایران جګړه افغانستان ته فرصت دی او که بحران؟ افغانستان په دې لویه لوبه او جګړه کې په کوم موقعیت کې قرار لري؟
افغانستان څنګه کولای شي له روانو سیمهییزو بدلونونو ګټه پورته کړي؟
موږ نن له خپلو مېلمنو، پخواني افغان ډیپلوماټ غوث جانباز او د پرنسټن پوهنتون د نړیوال امنیت د مطالعاتو د څانګې له استاد ارین شریفي سره، پر افغانستان د ایران، اسراییلو او امریکا د روانې جګړې د اوږدمهالو ستراتیژیکو اغېزو په اړه بحث کړی، چې ستاسو پام ورته رااړوو.
Views: 3