د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر خبرداری ورکړی چې که د ناټو متحد هېوادونه د هرمز تنګي په بېرته پرانیستو کې مرسته ونه کړي، دغه تړون به له «ډېر بد راتلونکي» سره مخ شي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
ټرمپ ویلي: «زما په اند چین هم باید مرسته وکړي؛ ځکه چین خپل ۹۰ سلنه تېل له همدغه تنګي ترلاسه کوي.»
هغه زیاته کړې، هغه هېوادونه چې له دې سمندري لارې ګټه اخلي، باید د هغې د امنیت په تأمین کې هم مرسته وکړي.
ټرمپ وایي: «دا بشپړ مناسب کار دی، هغه هېوادونه چې د هرمز له تنګي ګټه اخلي، مرسته وکړي، څو هلته کومه بده پېښه رامنځته نه شي.»
هغه وویل، هیله لري چې چین، فرانسه، جاپان، جنوبي کوریا او برېتانیا په څېر هېوادونه خپلې بېړۍ دې سیمې ته ولېږي.
کله چې له ټرمپه وپوښتل شول چې څه ډول مرستې ته اړتیا ده؟ هغه وویل، په دې مرسته کې کېدای شي د ماین پاکوونکو بېړیو او نورو پوځي تجهیزاتو لېږل شامل وي، څو د بېپیلوټه الوتکو او سمندري ماینونو پر وړاندې مقابله وشي.
هغه زیاته کړې: «موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزارونه کړي، هغوی اوس هیڅ نه لري، پرته له دې چې لږ تر لږه په تنګي کې ستونزې جوړې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته چې دوه اونۍ مخکې پیل شوي، د هرمز تنګی تړلی دی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو ده چې د فارس خلیج له عمان سمندر او د هند له سمندر سره نښلوي. د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه خام تېل له همدې مهمې لارې لېږدول کېږي او هر ډول ګډوډي پکې کولای شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.
Views: 10