د راپورونو له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي چې تهران هیڅکله د امريکا له متحده ايالتونو د اوربند يا مذاکراتو غوښتنه نه ده کړې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ويلي وو چې ايران د يوې هوکړې لپاره «لېوالتيا» لري؛ خو دی نه غواړي دغه کار وکړي؛ ځکه شرايط لا تر اوسه سم مناسب نه دي.
هغه زياته کړې وه چې «شرايط لا تر اوسه دومره مناسب نه دي» چې له ايران سره د منځني ختيځ په مخ پر پراخېدونکي جګړه کې يوې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د ايران د بهرنيو چارو وزير سيدعباس عراقچي له سيبياېس خبري شبکې سره په مرکه کې د دې موضوع په غبرګون کې ويلي: «موږ هیڅکله د اوربند غوښتنه نه ده کړې او ان د خبرو غوښتنه مو هم نه ده کړې.»
هغه ټينګار کړی: «موږ هیڅ دليل نه وینو چې ولې بايد له امريکا سره خبرې وکړو.»
د هغه په وينا، ايران به تر هر هغه وخته چې اړينه وي، له خپل ځانه به دفاع کوي.
Views: 1