د ۱۹ کلنو کرکټ اسیایي سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه.
د اتو هېوادونو په ګډون د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.
افغانستان د لېندۍ په ۱۹مه، خپله دویمه له نیپال سره ترسره کړه، د دې لوبې پچه نیپال وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او نیپال ته یې د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري جمشېد ځدراڼ ۱۰۶ نعمان شاه ۶۰ او رحیم الله زرمتی ۳۵ د پام وړ منډې وکړې.
د نیپال لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په څلوېښتم اوور کې په ۱۸۸ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۳ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې له لوري فریدون داوودزي او ناصر خان معروف خېل درې، درې او محمد یونس دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبغاړي جمشېد ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
Views: 22