د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي؛ دا هغه کونسلګري ده چې د افغانستان پولې ته د امریکا تر ټولو نږدې دیپلوماتیکه استازولي بلل کېده.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه کونسلګري پر افغانستان د امریکا د ۲۰۰۱ کال له یرغل نه مخکې، د یرغل پر مهال او وروسته، د عملیاتو او لوژیستیک یو مهم مرکز و.
په راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته د دې قونسلګرۍ د تړلو له پرېکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالر سپما رامنځته کړي او په پاکستان کې د امریکا ملی ګټې به زیانمنې نه کړي.
د راپور له مخې، د دې کونسلګرۍ د تړلو ارزونه شاوخوا یو کال مخکې هغه مهال پیل شوې وه چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د فدرالي ادارو د فعالیتونو د کمولو پروګرام پیل کړ.
د راپور له مخې، دا مهال په پېښور کې د امریکا قونسلګري ۱۸ امریکايي ډېپلوماتان لري او ۸۹ ځایي کارکوونکي لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې استازولۍ د تړلو لپاره به شاوخوا درې میلیونه ډالر ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښور کونسلګرۍ له تړل کېدو وروسته به د امریکايي وګړو او نورو مراجعینو کونسلي خدمات اسلاماباد کې د امریکا سفارت له لارې تر سره کیږي.
Views: 9