رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ایران د هرمز په تنګي کې ماینونه اېښې دي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ده چې فارس خلیج د عمان له سمندر او د هند له سمندر سره نښلوي. د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه خام نفت له همدې مهمې لارې تېرېږي او هر ډول خنډ په کې کولای شي د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي.
د راپورونو له مخې، دوو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي رویټرز ته ویلي چې ایران د هرمز په تنګي کې شاوخوا ۱۲ ماینونه ځای پر ځای کړي دي.
له دغو سرچینو څخه یوې ویلي چې دا ماینونه «په تېرو څو ورځو کې» اېښودل شوي.
د راپور له مخې، دا اقدام ښايي د دې تنګي د بیا پرانیستلو بهیر چې د نفتو او مایع طبیعي ګاز د لېږد مهمه لاره ده، لا پېچلی کړي.
په راپور کې راغلي چې د ایران د سواحلو په اوږدو کې له دې ستراتیژیکې لارې د تېلو او مایع طبیعي ګاز صادرات د هغې جګړې له امله درېدلي چې ۱۲ ورځې وړاندې د امریکا او اسراییل له لوري پیل شوې او ورسره نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند پرون په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو: «موږ به اجازه ور نه کړو چې د هرمز له تنګي څخه حتی یو لیټر تیل هم د امریکا او د هغې د ملګرو په ګټه تېر شي.»
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه غوښتي وو چې د هرمز په تنګي کې اېښودل شوي ماینونه ټول کړي.
هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران دا کار ونه کړي، نو له «نامعلومو پوځي پایلو» سره به مخ شي.
Views: 1