د خوست پر عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم د توپونو او هاوانونو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۴ کسان شهیدان او درې نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا څلور بجې د یادې ولسوالۍ د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د یادو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي کسان شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

مرستیال ویاند، دغه راز لیکلي چې د پاکستان پوځي رژيم د کونړ ولایت پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ او خاص کونړ ولسوالیو هم د توپونو او هاوان ۲۲۱ ډزې کړي‎.

دی وایي چې په یادو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتي خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

Views: 18