کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران، اوکراین او وینزویلا په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې دا یو ساعته ټیلېفوني اړیکه د امریکا متحده ایالاتو په نوښت ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، پوتین د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د ژر هواري لپاره یو شمېر سیاسي او ډیپلوماټیکي حللارې هم وړاندې شوې دي.
یوري اوشاکوف څرګنده کړې: «په دې اړه د نظرونو مفصله تبادله وشوه چې زما په اند دواړه لوري به یې ګټوره وبولي.»
هغه د پوتین او ټرمپ ټیلېفوني خبرې «کاري، پرانیستې او رغوونکې» بللې دي.
Views: 15