المرصاد راپور ورکړی چې په کندوز ولایت کې د کابلبانک پر څانګې د تېر کال د سلواغې میاشتې د برید طراح په پېښور ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د ۱۴۰۳ کال د سلواغې د ۲۳مې په سهار کندوز ښار کې کابلبانک ته څېرمه چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع هغه مهال ویلي وو چې د دې چاودنې په پایله کې اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې وه چې د امنیتي ځواکونو موندنې او ځیني اسناد ښيي چې د دې ډول پېښو عاملین له هېواده بهر ریښې لري.
بل لور ته، المرصاد نن (یکشنبه) د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د داعش ډلې د خراسان څانګې یو مهم عملیاتي طراح زلمی بدخشي د پېښور د شاهکس په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې زلمی بدخشي د داعش خراسان څانګه کې د سلمان په نوم هم پېژندل کېده او د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې له افغانستانه تښتېدلی او د خیبر پښتونخوا ایالت کې د داعش فعالو مرکزونو ته تللی و.
د معلوماتو له مخې، نوموړی د کندوز ښار د کابلبانک پر څانګې د ترسره شوي برید په طرحه کې په مستقیم ډول ښکېل و او د دغه برید اصلي طراح بلل کېده.
Views: 15