د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر ارزښت لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی له نږدې څارل کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه څرګندونې پرون د ترک هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا تر غیررسمي غونډې وروسته کړې چې په استانبول کې جوړه شوې وه.هغه ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر مهم دي.
د هغه په وینا، یو شمېر ترک هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو وضعیت له نږدې څارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت (د فبرورۍ ۲۷مه) هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې د موضوعاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې وې.
د پاکستان پوځي رژیم تېره یکشنبه شپه (د کب ۲مه) د افغانستان فضا نقض کړه او د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ملکي سیمو یې بریدونه وکړل چې دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له ۸مې وروسته د پاکستان پر پوځي تأسیساتو بریدونه پیل کړي دي.
چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.
Views: 8