پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي کسان شهیدان شوي، ۱۲۳ ټپیان دي، ۸۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې او عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.
د پاکستان پوځي رژیم د وړمې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پيل کړي دي. چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبان مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې ۱۱۰ ملکي وکړي شهیدان شوي چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړه چې په یادو بریدونو کې ۱۲۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ده وویل، دې بريدونو کې عامو ولسي خلکو ته پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ۳۷ کورونه بشپړ او ۳۱۶ کورونه نیمه تخریب شوي، ۱۲ دوکانونه او ۱۹ جوماتونه نیمه تخریب او شهید شوي، یو کلینیک او يوه مدرسه هم پهکې تخريب شوي دي.
فطرت زیاته کړه، د پاکستان د بریدونو او هاوانونو له امله ۸۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوي دي.
دی وایي، افغان دفاعي امنیتي ځواکونه له خپل حریم او خلکو څخه د ساتنې او دفاع مشروع حق لري او له دې شرعي حق څخه په استفاده به تر هغو د پاکستان په مقابل کې دریږي، څو یې چې یاد تجاوز او تېری نه وي درولی.
Views: 15