د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو کډوالو پر وړاندې د چلند د سختېدو له امله، په خیبر پښتونخوا کې سلګونه افغانان نیول شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان یوه ورځ مخکې، هممهاله د ناقانونه استوګنې پر ضد د پراخ کمپاین له پیلېدو سره نیول شوي دي.
د پولیسو په وینا، د دغه کمپاین له پیل وروسته د پېښور په بېلابېلو سیمو کې له زرو ډېر افغانان نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، دا عملیات د نظم او قانون د ټینګښت او د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو په ترڅ کې، پیل شوي دي.
د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، په ټولیز ډول ۱٬۰۴۴ هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل، په دې عملیاتو کې نیول شوي او د ښار په ورودي او وتلو لارو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو له امله د هېواد په ځینو سیمو کې شاوخوا ۹۰ ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.
دغو بریدونو ته د افغان ځواکونو له لوري سخت او انتقامي غبرګون ښودل شوی او راپورونه ښيي چې پاکستاني پوځیانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.
Views: 1