د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې د هند پر وړاندې د یوې ټېسټ او درېیو یو ورځنیو لوبو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه لوبلړۍ به پر یوازېنۍ ټېسټلوبې پیل شي چې د جون له شپږمې څخه تر ۱۰مې پورې به د پنجاب ایالت د موهالي اړوند د چندیګړ په نوي لوبغالي کې ترسره شي.
د ټېسټلوبې له ترسره کېدو وروسته به دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د جون په ۱۴مه په درمساله، دویمه به د جون په ۱۷مه په لکنو او درېیمه یو ورځنۍ نړۍواله لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰مه په چینای ښار کې ترسره شي.
د یادونې ده، دا به دویم ځل وي چې افغان لوبډله له هند سره ټېسټلوبه ترسره کوي، په داسې حال کې چې افغان لوبډله به د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو په یوه بشپړه لوبلړۍ کې د سیالې هندۍ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د افغانستان او هند ترمنځ د درېیو شلاوریزو سیالیو پر ترسره کولو هم خبرې روانې دي چې ښايي د روان کال په اوږدو کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره شي.
Views: 4