ټاکل شوې د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان سبا خپله دویمه لوبه له نیپال سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت سهار لس بجې پیلېږي.
د اسیا د اتو لوبډلو په ګډون د کرکټ پنځوس اووریزې سیالۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ هند، پاکستان، بنګلهدېش، سریلانکا، متحده عربي امارت، جاپان او نیپال لوبډلې شاملې دي.
دغه راز په یادو سیالیو کې افغانستان، هند، پاکستان او نیپال په یو ګروپ کې دي.
همدارنګه په دغو سیالیو کې هند تېره ورځ افغانستان ته ماتې ورکړه.
د یادونې ده، افغانستان به د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د راتلونکې سه شنبې ورځ له پاکستان سره ترسره کړي.
Views: 109