د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېرو لسو میاشتو په پرتله تر ۱۱ سلنه ډېر لوړ شوی دی. د صرافانو او اقتصادي کارپوهانو په خبره، د ډېرو بهرنيو اسعارو راتلل، په افغانیو د ملګرو ملتونو مرستې او د افغانستان بانک کنټرولي سیاست د دغه لوړوالي اصلي عوامل دي.
د کابل ښار د سرای شهزاده د «صداقت صرافۍ» مالک محمدحسین پژواک ته وویل چې نن (پنجشنبه، د کب ۷مه) د يوه امريکايي ډالر اخیستلو بیه ۶۳ اعشاريه ۲۰ افغانی دی، په داسې حال کې چې د روان کال د غبرګولی په مياشت کې د يوه ډالر بیه ۷۱ اعشاريه ۳۰ افغانۍ وه.
نوموړي د افغانۍ د ارزښت لوړېدو عوامل په دې ډول تشريح کړل: د ملګرو ملتونو له لارې راتلونکې مرستې د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) له خوا افغانیو ته اړول کېږي او د اړينو توکو پېرلو لپاره کارېږي.
همدارنګه، مرکزي بانک سلګونه میلیونه افغانی زاړه بانکنوټونه له بازاره ټول کړل او وسوځول او او پر ځای يې نوي نوټونه چاپ کړي دي. سربېره پر دې، د ډالرو د قاچاق مخنیوی هم شوی دی.
محمدحسین د ډالر د ارزښت کمېدل د هېواد په اقتصاد کټه وبلل ویې ویل، دغه کار کولای شي د توکو نرخونه ارزانه کړي، خو په دې شرط چې بازار تر کنټرول لاندې وي.
همدارنګه، د سرای شهزاده د صرافانو اتحادیې مرستیال حمدالله همدرد وویل چې اوس په ټول هېواد کې معاملې په افغانیو کېږي، په داسې حال کې چې د نظام د بدلون له بریا مخکې ځینو ولایتونه کې په معاملو کې پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومان کارېدل.
هغه زياته کړه چې د روژې میاشتې په رارسېدو سره په بهر کې مېشت افغانان خپلو کورنیو ته پيسې لېږدوي چې دا هم د افغانۍ د ارزښت لوړېدو کې اغېز لري.
د اقتصادي چارو يوه، بل پوه استاد قیس محمدي وویل: «کله چې په افغانستان کې د ډالر غوښتنه کمه شي او خلک ډالر تبادله نه کړي يا يې خوندي کړي، د ډالر ارزښت کمېږي. دا د څو دلیلونو له امله دي؛ له یو طرفه د ډالر زیات داخلېدل د بشري مرستو، حوالو او تجارت له لارې، د مرکزي بانک له خوا د پیسو سخت کنټرول او د ډالر د بهر وتلو محدودیتونه. اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې ډالر له هېواده بهر شي.»
هغه زياته کړه، د پیسو ثبات ډېر مهم دی؛ په تېرو کلونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت پاتې شوی چې دا د مرکزي بانک د ښه کنترول څرګندونه کوي.
محمدي دغهراز وویل: «د کورنیو عواملو ترڅنګ، بهرنیو عوامل هم اغېز لري؛ د ډالر ارزښت په تېر یو کال کې د نړۍ په ډېرو اسعارو کې کم شوی، د امریکا د پیسو پالیسۍ بدلونونه، د ګټې لوړوالی په نورو هېوادونو کې، د نړۍوال اقتصاد وضعیت، د تېلو بیې او نور فکټورونه هم د دې سبب شوي چې ډالر بېثباته شي.»
بل اقتصادپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: «د افغانۍ ارزښت لوړېدل څو لاملونه لري؛ د ډالر د قاچاق مخنیوی، د تولیداتو زیاتوالی، صادرات، د افغانۍ پراخه کارونه په هغو سیمو کې چې مخکې بهرني اسعار کارېدل او د افغانستان بانک د کنټرول سیاستونه او منظم لیلام.»
هغه دغهراز وویل چې د ډالر ارزښت کمېدل د واردوونکو هېوادونو لکه افغانستان لپاره ګټور دي؛ ځکه هغوی کولای شي زیات توکي وارد کړي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري پژواک ته وویل: «د جوزا میاشتې په جریان کې د یوه ډالر بیه ۷۱ اعشاريه ۳۰ افغانۍ وه، خو اوس ۶۳ اعشاريه ۲۵ ته راټیټه شوې چې د افغانۍ د ارزښت ۱۱ اعشاريه ۲۹ سلنه لوړوالی ښيي.»
نوري د افغانۍ د ارزښت لوړېدو عوامل په دې ډول تشريح کړل: «د منظمو پولي سیاستونو پلي کول، د نقدينګي مؤثر مدیریت او د بازار له حقیقي وضعیت سره دوامداره همغږي، د افغانۍ د ثبات بنسټیز عوامل دي.»
هغه زياته کړه چې د افغانستان بانک د اقتصادي واقعیتونو په پام کې نیولو سره، د پيسو د عرضې او غوښتنې ترمنځ تعادل ساتلی او د اسعارو په بازار کې یې د شدیدو نوساناتو مخه نیولې ده.
همدارنګه، د شته شمېرو له مخې، سږ کال د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال په پرتله ۹.۹۳ سلنه ډېر شوی چې د پولي ثبات او د اقتصادي سیاستونو د مؤثر تطبیق څرګنده نښه ده.
نوري وویل: «سربېره پر دې، د تورم کچه هم په مؤثره توګه کنټرول شوې ده. د ۱۴۰۴ لمریز کال تر قوس میاشتې پورې، اوسط تورم ۲.۳۹ سلنه ثبت شوی چې د قیمتونو ثبات، د خلکو د پېرلو توان ساتنه او د ملي اقتصاد نسبي توازن ښيي.»
هغه زياته کړه: «په ټولیزه توګه دا مثبت شاخصونه ښيي چې د افغانستان بانک پولي سیاستونه په منظم، هدفمند او محتاطانه ډول پلي کړي او د هېواد د پولي او اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی.
Views: 10