د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې يو شمېر هېوادونو د غزې د بیارغونې له صندوق سره اووه میلیارد ډالر مرسته کړې او متحده ایالتونه هم غواړي دغه پروګرام ته لس میلیارده نور ډالر ځانګړي کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر اوسه بېلابېلو هېوادونو د غزې بیارغونې له صندوق سره اووه میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
هغه زياته کړې، د دغه صندوق موخه د حماس له بېوسلې کېدو وروسته د غزې بیارغونه ده؛ هغه موضوع چې رویټرز یې د اوسنیو شرایطو په رڼا کې «له واقعیته لرې» بولي.
رویټرز لیکي چې د حماس د بېوسلې کېدو مسئله، د اسرائیلي ځواکونو وتل، د بودجې واقعي کچه او د بشري مرستو د لېږد بهیر، د دغپ نوښت له اساسي ننګونو څخه ګڼل کېږي.
ټرمپ دغهراز ژمنه کړې چې امریکا به دغه پروګرام ته لس میلیارده نور ډالر ځانګړي کړي، خو د دغو پیسو سرچینه یې نه ده روښانه کړې.
Views: 1