د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې لس افغانان یې په دغه هېواد کې د سیاسي فعالیتونو له امله ایستلي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې بګټي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د (لېندۍ په ۱۷مه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړه، بهرني اتباع نه شي کولی، چې د پاکستان په سیاسي چارو کې مداخله وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، لس تنه هغه د قانوني اسنادو لرونکي افغانان يې له دې هېواده ايستلي چې د ده په خبره په سیاسې فعالیتونو کې يې لاس درلود.
خو هغه د دې افغانانو د سیاسي فعالیتونو په اړه ډېر جزيیات ورنه کړل.
د بګټي په وینا، دوی اوسمهال د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو په لومړی مرحله کې دي.
د هغه په خبره، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نږدې نیم میلیون هغه افغانان چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد يې نه درلودل له دې هېواده ايستل شوي دي.
پاکستان په رسمي ډول د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستل بهیر د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل کړی دی او تر دې دمه شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان یې ایستلي دي.
Views: 29