د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه سبا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره کېږي.
د افغانستان لپاره د سیمې د تماس ډلې لومړۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې په کابل کې جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو استازو، د افغانستان لپاره ځانګړو استازو او د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی و.
د راپورونو پر بنسټ، ټاکل شوې سبا (دوشنبه) د «افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې» غونډه په استانه کې ترسره شي چې تر ډېره به يې د بحث تمرکز د افغانستان پر روان وضعیت او له کابل سره پر سیمهییزې همکارۍ وي.
د یادونې ده، د اوزبېکستان او قزاقستان چارواکو د سلواغې په ۱۶مه د یوې لیدنې پر مهال، د افغانستان د سیمهییز اتصال په بهیرونو کې د ګډون د فرصتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان د سراسري اوسپنې پټلۍ پروژې پلې کېدو په اړه خبرې کړې وې.
Views: 2